ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ترافيکې پېښې له امله څلور کسان ټپيان شوي

ننګرهار کې د ترافيکې پېښې له امله څلور کسان ټپيان شوي

author avatar
20 Apr 2023 - 11:01
ننګرهار کې د ترافيکې پېښې له امله څلور کسان ټپيان شوي
author avatar
20 Apr 2023 - 11:01

جلال‌اباد (پژواک، ۳۱ وري ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله د يوې ښځې په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، پېښه د جلال‌اباد – تورخم پر لويه لار د موټرچلوونکي د بې‌احتياطۍ له امله شوې ده.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک خبري اژانس ته وويل، ياده پېښه پرون د تورخم – جلال‌اباد پر لويه لار د مومندرې ولسوالۍ اړوند په ډکې سيمه کې د يوه ټوډي موټر چلوونکي بې‌احتياطۍ له امله شوې ده.

هغه زياته کړه، موټر له عمومي سړک ښکته غورځېدلی چې له امله يې دوه نارينه، يوه ښځه او يو ماشوم ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، د پېښې ځای ته د شاهراه ټولي او د يادې ولسوالۍ مسوولينو ځانونه رسولي او ټپيان يې مومندرې ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.

Visits: 476

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.