ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بریتانیا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي

بریتانیا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي

author avatar
10 May 2023 - 07:15
بریتانیا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي
author avatar
10 May 2023 - 07:15

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۲): د بریتانیا حکومت په یوه اعلامیه کې د افغانستان امنیتي وضعیت ناسم بللی او خپلو وګړو ته یې سپارښتنه کړې چې دغه هېواد ته له سفره ډډه وکړي.

په لندن کې د بریتانیا حکومت له خوا د غویي په ۲۰مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په ټول افغانستان، په ځانګړي ډول د هوايي ډګرونو شاوخوا کې د ترهګریزو بریدونو جدي خطر شته.

سرچینې زیاته کړې، د مذهبي مرکزونو په منځ او شاوخوا کې د روژې میاشتې په څېر د ترهګریزو بریدونو لوړ خطر شته.

بریتانیا خپلو وګړو ته ویلي، افغانستان ته سفر کول خورا خطرناک دي.

د بریتانیا حکومت په خپله اعلامیه کې ویلي، دا مهال په افغانستان کې د بریتانیا قونسلګري نشته او نه‌شي کولای چې بریتانوي وګړو ته لازم خدمات وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو مرستندی دفتر (یوناما) دفتر تازه په خپل یو راپور کې ویلي چې له کوچني اختر وروسته د افغانستان امنیت ښه او د ملکي تلفاتو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

په راپور کې راغلي، دغه راز په عبادت‌ځایونو، د ځانګړو توکمونو او مذهبونو پر وړاندې کوم برید هم نه دی شوی.

[/restrict]

Views: 93

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.