Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې یوه ښځه وژل شوې

ترینکوټ (پژواک، ٦ غبرګولی ۱۴۰۲): د اروزګان امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې يوه ښځه تر شکنجې وروسته وژل شوې ده.

د اروزګان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مولوي امین وویل چې د مرکز ترینکوټ په خېرو کارېز سیمه کې پرون مازیګر پنځه بجې د یوې ښځې مړی په خپل کور يې موندل شوى دى.

هغه وايي، د لومړنیو پلټنو له مخې یاده ښځه لومړی شکنجه شوې او وروسته وژل شوې ده.

نوموړي وويل چې د دې وژنې په تړاو د یادې ښځې خاوند او لېور نیول شوي او څېړنې ترې پیل شوې دي.

د خېرو کارېز سیمې یوه اوسېدونکي سیف‌الله پژواک اژانس ته وویل، وژل شوې ښځه د درېیو اولادونو مور وه او یوه میاشت مخکې د دوی کلي ته کډه شوي وو.

هغه زياتوي چې د یادې ښځې جسد پرون د پولیسو له خوا ولایتي روغتون ته ولېږدول شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.