ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي

author avatar
3 Jun 2023 - 01:06
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي
author avatar
3 Jun 2023 - 01:06

اټلانټا (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲): په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې لانا نصیبې ویلي چې امنیت شورا به درې اونۍ وروسته د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه وکړي.

هغې چې پرون یې په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله، د دې غونډې په تړاو نور جزئیات ور نه کړل، خو ویې ویل چې امنیت شورا به د افغانستان په اړه خپل تمرکز ته دوام ورکړي.

نصیبې ویلي، د افغانستان وضعیت لا هم خراب دی او د افغان ښځو حقونو مسئلې په اړه د امنیت شورا ټول غړي هېوادونه یو او واضح دریځ لري.

نوموړې زیاته کړې: «موږ به د افغانستان پر وضعیت تمرکز وکړو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو په اړه چې د امنیت شورا ټول غړي یې په اړه روښانه دریځ لري. د نظر د همدې اجماع په خاطر، پرېکړه‌لیک تصویب شو چې دا خپله ښيي چې د افغانستان په اړه هڅې باید دوام ومومي؛ ځکه اساسي مسئله ده؛ متحده عربي امارات به د غه شورا د غړي او دوره‌یي رییس په توګه هڅه وکړي چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غړو هېوادونو همغږي وساتل شي.»

د هغې په خبره، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکی فریدون اوغلو به د دغه هېواد د وضعیت په اړه خپل چمتو شوی راپور د روان کال په نومبر میاشت کې امنیت شورا ته وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازې مخکې له دې هم په وار وار د افغانستان پر سرپرست حکومت نیوکه کړې چې له افغان ښځو سره تبعیضي چلند او ظلم کوي.

د یادونې ده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا له دې مخکې هم د روان لمریز کال د غويي په میاشت کې د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړې وه.

په یاده ناسته کې د طالبانو له‌ خوا د افغان ښځو پر تعلیم او کار باندې بندیزونه وغندل شول.

امنیت شورا په دې اړه په یو تصویب شوي پرېکړه‌لیک کې ټینګار کړی و چې طالبان باید د افغان مېرمنو او نجونو د تعلیم او کار حقونه اعاده کړي.

د نړۍ څه باندې ۹۰ هېوادونو د دغه پرېکړه‌لیک ملاتړ کړی و.

په پرېکړه‌لیک کې چې مسوده یې جاپان او متحده عربي اماراتو چمتو کړې وه، ویل شوي وو چې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو له‌ خوا لګول شوی بندیز، بشري حقونه او بشري اصول تر پښو لاندې کوي.

له دې وروسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش په مشري په دوحه کې د بندو دروازو تر شا غونډه وشوه او له غونډې وروسته ګوټرېش وویل، د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د مخدره توکو قاچاق ډېرېدو، د افغانستان د ثبات او په دغه هېواد کې د ترهګریزو ډلو موجودیت او د هغو د خطر په اړه اندېښنه وښوده.

یادونه: په دغه راپور کې د ازادي راډیو له خبره استفاده شوې ده.

Visits: 103

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.