مزارشریف (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): بلخ کې یو شمېر ښځې وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د سړک غاړو ته زړې جامې پلوري خو حکومتي مسوولين بيا ښځو ته د کاري فرصتونو برابرولو لپاره د هڅو خبره کوي.
دغه ښځې چې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې زړې جامې پلوري وايي، د ټولې ورځې ګټه یې یوازې شاوخوا سل افغانۍ وي چې خپل ورځني لګښتونه هم نه شي پرې پوره کولای.
یادې ښځې له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې په دولتي ادارو کې دې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
د دغو ښځو له ډلې ٣٠ کلنې انجیلا پژواک ته وويل چې د شپږو ماشومانو مور ده او په تېر حکومت کې یې اووه کاله په یوې دولتي اداره کې دنده ترسره کړې ده.
هغې وويل، دا مهال بې دندې شوې او د اقتصادي ستونز له امله د مزارشریف ښار روضې ته څېرمه د سړک پر غاړه زړې جامې پلوري.
نوموړې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په ټوله ورځ کې له پنځوسو څخه تر سلو افغانيو پورې ګټي چې د کور لګښت يې هم نه کيږي.
دغه راز د زړو جامو يوې بلې پلورونکې منیژې پژواک ته وويل چې تر دوولسم ټولګي یې زدهکړې کړې او له اتو میاشتو راهیسې د سړک پر غاړه د زړو جامو پېر او پلور ترسره کوي.
منیژه وایي چې د کورنۍ اقتصادي ستونزو اړه کړې څو د سړک غاړې ته زړې جامې وپلوري.
هغې له سرپرست حکومته غوښتنه وکړه چې په يوه دولتي اداره کې دې ورته کاري فرصت برابر کړي.
دغه راز يوې بلې ښځې شاهګل پژواک ته وويل چې د کورنۍ شپږ غړي یې د تېرو جګړو پر مهال وژل شوي دي.
هغې چې خپله هم پر پښه معلومه ده، زياته کړه، د نهو کسانو مسووليت یې پر غاړه دى نو ځکه یې په مزارشريف ښار کې د زړو جامو پلورلو ته مخه کړې ده.
د يادو ښځو د معلوماتو له مخې، مزارشريف روضې ته څېرمه لسګونه ښځې د زړو جامو پر پلورلو بوختې دي.
په دې سيمه کې يو شمېر نورو ښځو هم پژواک ته ورته څرګندونې وکړې او له سرپرست حکومته يې د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه وکړه.
بل لور ته د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ريیس مولوي نصیراحمد ابوخالد وایي، له دغه ریاست سره ۴۰۰ هغه کونډې او اړې مېرمنې ثبت دي چې د روضې شاوخوا کار کوي او یا هم سوال راټولوي.
د ابوخالد په وینا، سرپرست حکومت هڅه کوي چې دغو ښځو ته کاري فرصتونه هم برابر کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










