ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ماین چاودنې یو کس وژلی

غزني کې ماین چاودنې یو کس وژلی

author avatar
7 Jun 2023 - 18:37
غزني کې ماین چاودنې یو کس وژلی
author avatar
7 Jun 2023 - 18:37

غزني ښار (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د غزني امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوه ماین په چاودنه کې یو کس وژل شوی دی.

د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن له غرمې وروسته د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ په اصغرخېلو کلي کې د محمدنعیم په نامه پر یوه کس –چې خپله کرنیزه ځمکه یې په ټراکټور اړوله- ماین چاودلی دی.

هغه زياته کړه، په چاودنه کې نوموړی وژل شوی او ټراکټور یې له منځه تللی دی.

د روان کال د غويي میاشتې په ۲۸مه هم د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ په لېونۍ بازار سیمه کې د کوچیانو پر ټراکټور پخوانی خښ کړل شوی ماین چاودلی و چې چلوونکی یې پکې وژل شوی و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.