منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۰ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هرات کې له څه باندې سل جریب ځمکې کوکنار اړول شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۸۸ کتنې

هرات ښار (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): په هرات کې امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې له سل جریب ډېره ځمکه له کوکنارو څخه پاکه شوې ده.

د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې عمومي مدیر مولوي حیات‌الله روحاني وایي چې اوس د نشه‌یي توکو د کښت موسم پای ته رسېدلی او ویجاړول یې هم کم شوي دي.

هغه زیاته کړه، په تېره یوه میاشت کې چې د کوکنارو د کرلو موسم و، اداره یې توانېدلې چې د هرات په څو ولسوالیو کې د کوکنارو ۱۲۲ جریب کروندې له منځه یوسي.

د هرات امنیه قومانداني ټینګار کوي چې په دغه ولایت کې د کوکنارو د یوه بوټي کرلو اجازه چاته نه ورکوي او له عاملینو سره یې قانوني او جدي چلند کېږي.

د یادونې ده، د اسلامي امارت د رهبرۍ له خوا د نشه‌يي توکو پر کښت د بندیز له فرمان وروسته په ټول هېواد کې د دغه کښت د له منځه وړلو لړۍ پیل شوې او په دې وروستیو کې د السیس (Alcis) په نوم د انګلستان یوې څېړنیزې ادارې ویلي چې د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بې‌ساري ډول کم شوی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه