منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غور کې د هاوان مرمۍ چاودنې درېیو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۳۸ کتنې

فېروزکوه (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د غور امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې د یوې هاوان مرمۍ چاودنې له امله یو ماشوم مړ شوی او دوه نور ټپيان دي.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمان بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «د غور ولایت د فېروزکوه په پنبه‌کار سیمه کې د یوې پخوانۍ سرګلولې د چاودنې له امله د کرام‌الدین ولد ملا سراج په نوم یو ماشوم شهید شوی او دوه نور ماشومان سخت ټپیان شوي دي.»

د هغه په خبره، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې یادو ماشومانو د هاوان په مرمۍ لوبې کولې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې ټپیان د درملنې لپاره د غور ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه