منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۲ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پنجشېر په لرو سیمو کې ۲۰۰ سیمه‌ییز ټولګي جوړ شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۹۷ کتنې

پاراخ (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د پنجشېر مسوولین د دغه ولایت په لرو سیمو کې د یونیسف په مالي مرسته د نجونو او هلکانو لپاره د ۲۰۰ سیمه‌ییزو ټولګیو له جوړېدو خبر ورکوي او وايي، په دغو ټولګیو کې به ۶۰۰ ماشومان زده‌کړې کوي.

دغه سیمه‌ییز ټولګي د یونیسف په مالي ملاتړ د «د افغان ځوانانو لپاره روغتیايي او تعلیمي موسسې» له لوري جوړ شوي دي.

د پنجشېر ولایت د پوهنې رییس غلام‌ ایشان حماس له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د یادو ټولګیو لپاره د ۲۰۰ ګومارل شوو ښوونکو له ډلې ۱۲۵ یې نارینه او پاتې نور یې ښځینه دي.

هغه څرګنده کړه چې دغه ښوونکي د ازادې سیالۍ له لارې -چې ۷۷۴ کسانو په‌کې ګډون کړی و- ګومارل شوي دي.

حماس زیاته کړه، یاد ټولګي په لسو میاشتو کې جوړ شوي چې له ۶ تر ۹ کلن ماشومان په سیمه‌ییزو او له ۱۰ تر ۱۶ کلن ماشومان د چټکو زده‌کړو ټولګیو ته جذب شوي دي.

د هغه په خبره، یاد ټولګي د پنجشېر په لرو سیمو کې جوړ شوي او ډېری هغه ماشومان په‌کې زده‌کړې کوي چې د بېلابېلو لاملونو لکه له ښوونځي د لرې‌والي او نورو له امله له زده‌کړو بې‌برخې وو.

د پنجشېر د پوهنې رییس وویل، په دغو ټولګیو کې د لومړي تر درېیم ټولګي کتابونه تدریس‎ کېږي او هر ټولګی د ۳۰ زده‌کوونکو ظرفیت لري چې په ټوله کې په‌دغه ولایت کې ۶۰۰۰ زده‌کوونکي زده‌کړې په‌کې کوي.

د یادو ټولګیو جوړېدل به په پنجشېر کې پر ماشومانو څه اغېزې ولري؟

د پنجشېر مرستیال والي ملا شاه‌ملنگ روح‌الله وايي، د دغو سیمه‌ییزو ټولګیو په جوړېدو سره به د بې‌سوادۍ لمن ټوله شي او د ينجشېر ځايي حکومت ماشومانو ته د زده‌کړو د لا ښې زمینې برابرولو هڅه کوي.

هغه په بېلابېلو برخو کې د موسسو له همکارۍ د مننې ترڅنګ، د پنجشېر له خلکو وغوښتل چې د سیمه‌ییزو ټولګیو په جوړولو کې له پوهنې ریاست او ښوونکو سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې، هغه ښوونکي چې تازه په سیمه‌ییزو ټولګیو کې پر دندو ګومارل شوي، د افغانستان د ځوانانو لپاره د تعلیمي او روغتیايي موسسې او د پنجشېر د ځایي حکومت له دغه کړنې خوښي څرګندوي او وایي، د دغو ټولګیو په فعالیت سره به نور د پنجشېر په هیڅ ځای کې ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې پاتې نه شي.

په عنابه ولسوالۍ کې یوه له دغو ښوونکو زهرا د یادو ټولګیو د جوړېدو هرکلی کوي او له حکومتي مسوولینو غواړي چې په پنجشېر ولایت کې د ښوونې او روزنې برخې هراړخیز ملاټر وکړي.

د نوموړې په وینا، په سیمه‌ییزو ټولګیو کې د یاد شمېر ښوونکو ګومارنه د کورنیو پر اقتصاد ښه اغېز لري او هغه نجونې او هلکان چې له تعلیمه بی‌برخې پاتې، د زده‌کړو له دغې لړۍ به برخمن شي.

هغې د خبرو په پای کې له حکومته د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

دغه‌راز عطاءالله عزیزي یو بل ښوونکی چې نوی د سیمه‌ییز ښوونکي په توګه ګومارل شوی، هم وايي، په کلیو کې د سیمه‌ییزو او چټکو زده‌کړو ټولګیو جوړېدل د پنجشېر د ماشومانو پر ښوونې ښه اغېز لري.

په ورته وخت کې، د پنجشېر ولایت اوسېدونکي هم د یادو ټولګیو د جوړېدو هرکلی کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه