بامیان (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د بامیان ځایي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د بهرنيو سیلانیانو شمېر ډېر شوی او زیاتوي چې د روان کال په درېیو میاشتو کې لسګونو بهرني سیلانیانو د بامیان له طبیعي او لرغونو سیمو لیدنه کړې ده.
د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر محمددین مفلح پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان کال له پیله تر اوسه ۳۸۰ بهرني سیلانیانو د بامیان له لرغونو او طبیعي سیمو لیدنه کړې ده.
د هغه په خبره، ډېری بهرني سیلانیان د فرانسې، ایټالیا، امریکا، ټایوان، چین، هند، پاکستان، ایران، هسپانیا، المان، سویس، روسیې او انګلستان هېوادونونه دي چې د په زړهپورو ځایونو لیدنې لپاره یې دغه ولایت ته سفر ورکړی دی.
د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر زیاته کړه چې د ۱۴۰۱ کال په لومړۍ ربع کې شاوخوا ۲۰۰ بهرني سیلانیان دغه ولایت ته ورغلي چې سږ کال یې شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوی دی.»
له بلې خوا، د بامیان والي عبدالله سرحدي په دغه ولایت کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د امنیت ټینګښت ډاډ ورکوي او وایي چې د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو د امنیت ټينګښت د اسلامي امارت مسوولیت دی او سیلانیان له کومې وېرې پرته کولی شي چې د بامیان له لرغونو او طبیعي سیمو لیدنه وکړي.
هغه زیاته کړه، په ټول بامیان کې امنیت دی او ځایي اداره هڅه کوي څو د ګرځندوی غوره خدمات برابر کړي او په دغه ولایت کې د سیلانیانو لپاره ډېرې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
د امریکا یو اوسېدونکی چې ځان عبدالله معرفي کوي او په لومړي ځل یې له بند امیره لیدنه کړې وایي، د بند امیر ملي پارک د ارام چاپېریال، طبیعي ښکلا او په زړهپورې فضا په درلودو په شخص پورې منحصره یوه جاذبه ده چې هر لیدونکی ځان ته ور جذبوي.
هغه دغه راز په دغه ولایت کې سیلانیانو ته له شته امنیته رضایت لري او زیاته یې کړه چې د سیمې اوسېدونکي او مسوولین له ګرځندویانو سره همکاري کوي او دوی کولی شي له کومې امنیتي ستونزې پرته له بامیانه لیدنه وکړي.
د کابل یو اوسېدونکي زمری چې بامیان ته یې سفر کړی وایي چې دغه ولایت د افغانستان په کچه د طبیعي او لرغونو سیمو درلودو له پلوه یو له ګرځندویمنونکو ولایتونو دی.
د هغه په خبره، که په دغه ولایت کې د ګرځندوی صنعت خدمات ډېر شي او د ترانسپورټ د ښهوالي او د بند امیر مدیریت او اوسېدو ځای ته پام وشي، د سیلانیانو د جذب زمینه به نوره هم ډېره شي او د خلکو او دولتي ادارو لپاره به د عوایدو ډېرېدو لامل شي.
د یادونې ده، بامیان د سلګونو تاریخي ابدو، فرهنګي او طبیعي ځایونو ترڅنګ اته تاریخي سیمې چې د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) په فهرست کې درج دي، د بند امیر ملي پارک په ګډون څلور ساتل شوې سیمې لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








