اسعداباد (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د کونړ ولایت مسوولین وایي، نن سهار شاوخوا ۷ بجې د دغه ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د کړنګل او سندرۍ ترمنځ سیمه کې د نښترو ځنګله کې اور لګېدلی او تر دې دمه يې شاوخوا دوه هکټاره ځنګل یې سوځولی دی.
د یاد ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست مدیر احسانالله احسان پژواک اژانس ته وویل: «نن سهار شاوخوا اووه بجې د کړنګل او سندرۍ ترمنځ سیمه کې ځنګل اور اخیستی چې تر اوسه يې لامل نه دی معلوم.»
هغه زیاته کړه چې د اور مهارولو لپاره هڅې روانې دي، خو لا يې مخه نه ده نیول شوې.
بلخوا، د کونړ د کرنې ریاست مسوولین په یاد ځنګله کې د اورلګېدنې پخلی کوي او وایي، سیمي ته یې د اوروژنې په موخه یو ټیم استولی دی .
د کرنې ریاست د ځنګلونو مدیر عبدالواسع وایي، د یادې اورلګېدنې لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی او په وینا یې چې له ځایي اوسېدونکو سره یې په ګډه د اور مهارولو هڅې پیل کړې دي.
هغه وویل: «د ځایي اوسېدونکو ۶۰ کسیزه ډله چې د اورژنې په وسایلو سمباله ده، په ځنګله کې د اور د مهارولو هڅې کوي، سیمه ډېره لرې ده، شاوخوا څلور ساعته په پلي مزل ځایي اوسېدونکي ور رسېدلي دي، هیله ده چې اور ژر مهار کړي.»
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










