ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې سېلابونو پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

پکتیکا کې سېلابونو پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

author avatar
27 Jun 2023 - 16:07
پکتیکا کې سېلابونو پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده
author avatar
27 Jun 2023 - 16:07

ښرنه (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۲): پکتیکا کې مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتلو له امله پنڅو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د پکتیکا طبيعې پېښو ته د رسېدنې رییس مولوي مطیع‌الله منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، له پرون راهیسې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې سېلابونه راوتلي او خلکو ته يې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

دی وايي، نن د دغه ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې ټپيان د دې ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او روغتیايي وضعیت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

نوموړي د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، په مرکز ښرنه، یوسف‌خېل، زرغون ښار، تروو، وړممۍ او نعمت‌اباد ولسوالیو کې هم د سېلابونو له امله د خلکو کورونو او کرنیزو ځمکو ته سخت زیانونه اوښتي دي.

د هغه په خبره، د اوښتو زیانونو په اړه به مرکزي حکومت ته معلومات ورکړي او هیله ده چې له سېلاب‌ځپلو سره بېړنۍ مرستې وشي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې د هواپېژندنې ادارې په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.

Views: 38

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.