ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت سبا (شنبه) هم رخصت اعلان کړه

حکومت سبا (شنبه) هم رخصت اعلان کړه

author avatar
30 Jun 2023 - 16:31
حکومت سبا (شنبه) هم رخصت اعلان کړه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت
author avatar
30 Jun 2023 - 16:31

کابل (پژواک، ۹ چنګاښ ۱۴۰۲): د کار او ټولنيزو چارو وزارت سبا د شنبې ورځ هم عمومي رخصت اعلان کړې او ويلي چې د لوی اختر په مناسبت د ورکړل شوې رخصتۍ وروستۍ ورځ، د شنبې ورځ ده.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت پر خپل ټويټر د لوی اختر رخصتۍ د پای ته رسېدو په اړه یوه اطلاعیه خپره کړې او ويلي يې دي: «ټولو امارتي ادارو ته خبر ور کول کېږي، چې د لوی اختر په مناسبت ورکړل شوې رخصتۍ اخرنۍ ورځ د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالحجې د میاشتې ۱۳مه د شنبې ورځ ده.»

سرچينې زياته کړې چې د روان د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالحجې میاشتې ۱۴مه (یک‌شنبه) به په ټولو «امارتي» ادارو کې رسمیات پیلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ياد وزارت پنځه ورځې وړاندې پر خپل ټويټر ليکلي وو، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د منظور شوې کاليزې له مخې، په ټول هېواد کې د عرفې مبارکې ورځې او د لوی اختر په مناسبت درې ورځې عمومي رخصتي ده.

Visits: 113

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.