منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۲ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په فرانسه کې د لاریونونو دوام؛ تر اوسه څه باندې دوه زره کسان نیول شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۳ کتنې
Reuters

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، په فرانسه کې د یوه ځوان وژل کېدو غبرګون د لاریونونو په دوام د دغه هېواد د پولیسو له خوا څه باندې دوه زره کسان نیول شوي او څه باندې ۲۰۰ پولیس هم ټپیان شوي دي.

دغه لاریونونو له پنځو ورځو راهیسې د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې دوام لري.

رویټرز خبری اژانس نن (یک شنبه) راپور ورکړی چې د پولیسو په ډزو کې د وژل شوي افریقایي ځوان د جنازې له مراسمو وروسته د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې لسګونه زره پولیس ځای پر ځای شوي وو.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم جرمني ته خپل رسمي سفر چې ټاکل شوې وه نن پیل شي، وځنډاوه.

د فرانسې داخله وزیر جرالد دارونین له دې مخکې خبریالانو ته ویلي وو چې د شنبې په شپه او د یکشنبې په سهار به د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ۴۵ زره امنیتي ځواکونو ځای پر ځای شي.

ډېری یاد ځواکونه لیون، ګرنوبل او مارسي ښارونو ته ولېږل شول چې د ډېرو ګډوډیو شاهدان وو.

سرچینې د فرانسې د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، یو زر او ۳۱۱ کسان د جمعې په شپه او شاوخوا ۲۰۰ نور د شنبې په ورځ او پاتې نور د تېرې اونۍ له سه شنبې تر پنج شنبې نیول شوي دي.

د یادونې ده، دغه لاریونونو د فرانسې پولیسو له خوا د جزایري الاصل ځوان له وژل کېدو وروسته پیل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه