منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۷ غ.و
۱۴°ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل د فلسطین پر جنین ښار د اسرائیلو بریدونه وغندل

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۸۴ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۴ جنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د فلسطین په جنین ښار کې د اسرائیلي ځواکونو بریدونه غندلي او د ژر درېدو غوښتنه یې کړې ده.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، وړمه ورځ اسرائیلي ځواکونو لومړی د فلسطین په جنین ښار‌ کې هوايي بریدونه او بیا ځمکني عملیات پیل کړل؛ په دغو عملیاتو کې تر دې دمه د لسو فلسطینیانو د وژل کېدو او شاوخوا ۱۰۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په جنین ښار کې د صهیونیستي اشغالګرو روان پرله‌پسې ظالمانه بریدونه پر کلکو ټکو غندي او ژر تر ژره یې د درېدو غوښتنه کوي.»

یاد وزارت دغه بریدونه د ټولو قوانینو خلاف عمل بللی او زیاته کړې یې ده چې دوام به یې د هيچا په ګټه هم نه وي او وضعیت به لا کړکېچن کړي.

د یادونې ده، د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د تېرې غبرګولې میاشتې په ۲۹مه اسرائیلي ځواکونو په جنین ښار کې په ورته عملیاتو کې ۷ فلسطینیان وژلي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست