قلعهنو (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۲): په بادغیس کې ځایي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د قیصار – لامان حلقوي سړک د جوړېدو چارې بېرته پیل شوې او په شاوخوا درېیو کلونو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د قیصار-لامان حلقوي سړک پروژه د افغانستان حلقوي سړک یوه برخه او یوه مهمه ترانزیټي پروژه ده چې شمالي ولایتونه د هېواد له لوېدیځ او له سویل لویدیځ سره نښلوي، په تېرو کلونو کې د دغه سړک چارې د نړۍوال بانک په مالي مرسته پیل شوې وې، خو بېرته وځنډېدې.
د قیصار – لامان د حلقوي سړک کار له دوو کلونو ځنډو وروسته پرون (چنګاښ ۲۵مه) بېرته پیل شو.
د بادغیس ټولګټو رییس مولوي عبدالرحمن رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل، د قیصار ـ لامان حلقوي سړک د درېیمې برخې کار (د بالامرغاب ولسوالۍ له پل کهنه سیمې د دې ولسوالۍ تر مرکزه د ۶۵ کیلو مترو په اوږدوالي) پیل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن