غزنيښار (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): غزني کې ځایي چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له امله ویجاړونکي سېلابونه راوتلي چې له امله يې سلګونه کورونه او زرګونه جریب کرنیزې ځمکې له منځه تللي دي .
د غزني ولایت والي ویاند حافظ عمر پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه او وړمه شپه د سختو اورښتونو له امله د غزني په مرکز، زنخان، اندړ، خواجهعمري، واغظ او قرهباغ ولسوالیو کې ویجاړونکي سېلابونه راوتلي.
هغه زیاته کړه، د دغه سیلابونو له امله سلګونه کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ شوي او د زرګونو جریبو کرنیزو ځمکو حاصلات هم له منځ تللي دي.
نوموړی وایي، د غزني ښار اړوند په قلعه جوز، خیراباد، اربابا، ده خدايداد، احمداباد او پيرزاده کليو کې تېره شپه تر بل هر وخت ډېر خطرناک او ویجاړونکي سېلابونه راوتلي وو چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي.
هغه وايي، تر اوسه د تخریب شوو کورونو شمېر په اړه کره معلومات نلري، خو زیاتوي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست سروې ټيمونه د کره معلوماتو ترلاسه کولو په موخه سيمو ته استول شوي دي.
هغه زیاتوي، ډېرو اوسېدونکو خپل کورونه او سرپناوې له لاسه ورکړي دي، دوی نن بېړنۍ کمېټه راغوښتې وه، څو هڅه وشي چې له موسساتو سره په ګډه د غزني په مرکز او ولسوالیو کې زیانمن شوو او سېلابځپلو ته بېړنۍ مرستي ورسوي.
د هغه په خبره: «د سکتوري ادارو مسوولینو او د مرستندویه موسسو استازو د لارو خلاصولو په موخه د ماشینرۍ، خوراکي او غیرخوراکي توکو د مرستو رسولو ژمنې وکړې، دغه راز د ولسونو د ستونزو حل، مرستو رسولو، لارو، کاریزونو د خلاصولو په موخه له ادارو او له مرستندویه موسسو څخه ګډ تخنیکي ټیمونه وټاکل شول څو خلکو ته د اوښتو زیانونو سروې وکړي او مرستې ورته ورسوي.»
په ورته وخت کې د غزني ښار احمداباد سیمې یوه اوسېدونکي تریالي پژواک ته وویل، د دوی په سیمو کې خطرناک سېلابونه راوتلي خو حکومت خلک خوندي سیمو ته انتقال کړل او له دې سره یې د سیمو ټول خلک له مرګه وژغورل.
هغه وویل، باید حکومت او مرستندویه ادارې د خلکو لاسنیوی وکړي او له هغوی سره لازمې مرستې وکړي، ځکه چې په خبره یې سیلابونو سخت زیانونه اړولي دي.
د یادونې ده، سېلابونو په ځینو سیمو کې خلکو ته د مالي تاوانونو اړولو ترڅنګ ولسوالیو ته غځېدلي سړکونه، پولونه، پولچکونه او کاریزونه یې هم تخریب کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










