منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۹ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

زابل او فاریاب کې بېلابېلو ترافیکي پېښو کې اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۲۵ کتنې

میمنه، کلات (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): ځایي سرچینې وایي، په زابل او فاریاب ولایتونو کې په څلورو جلا ترافیکي پېښو کې څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي دفتر وایي، تېره ورځ د یاد ولایت کوهستان ولسوالۍ په مرکز لولاش کې د یوه موټرسایکل چپه کېدو له امله دوه کسان مړه شوي دي.

سرچینه د یادې پېښې لامل د موټرسایکل لوړ سرعت او د لارې خرابوالی بولي.

دغه راز سرچینې زیاته کړه، تېره ورځ د یاد ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې په یوه بله ترافیکي پېښه کې یو ماشوم مړ شوی دی.

هغه وویل چې یاده پېښه د یوه موټر لوړ سرعت له امله رامنځته شوې ده.

دغه راز د فاریاب ترافیکي پېښو آمر احمدفهیم وایي، په اندخوی – اقینه سړک کې د یو موټرسایکل چپه کېدو له امله موټرسایکل چلوونکی مړ شوی دی.

بلخوا، د زابل ولایتي روغتون سرطبیب نذیراحمد حریفال وایي، نن د زابل ولایت مرکز کلات په جلدک سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه فیلډر او لوکسل موټرونه د ټکر له امله د یوې مېرمنې په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي.

  . . .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.