منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پروان کې یوه ښځه وژل شوې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۷ کتنې · تازه شوی

چاریکار (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د پروان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په سیاه‌ګرد ولسوالۍ کې یوه ښځه مړه شوې او په شینوارو ولسوالۍ کې یو سړی ټپي شوی دی.

د پروان امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه ولایت د سیاه‌ګرد ولسوالۍ په قمچاق سیمه کې د جوهرګل په نوم یوه ۴۵ کلنه ښځه د غاړې برخه کې د ټپ له امله مړه شوې ده.

د یادې پېښې د لامل او انګېزې په اړه څه نه دي ویل شوي خو په خبرپاڼه کې راغلي چې د لا ډېر تحقیق په موخه د ښځې جسد د کابل عدلي طب ته انتقال شوی دی.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ په هیرقول کې د ماین چاودنې له امله د عبدالرزاق په نوم یو شپانه ټپي شوی دی.

د سرچینې په خبره، شپانه له پخوا پاتې د یوه ماین په چاودنه کې ټپی شوی دی.

عبدالرزاق د درملنې په موخه د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه