Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سراج‌الدين حقاني: د هېواد د ابادۍ لپاره باید په ګډه کار وکړو

کلات (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲): د کورنیو چاور وزارت سرپرست زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت اوسېدونکو ته د ستونزو د حل ژمنه ورکړه او ویې ویل، اوس د ابادۍ دور دی چې باید په ګډه سره کار وشي.

د کورنیو چاور وزارت سرپرست سراج الدین حقانې نن (پنج‌شنبه) د زابل لپاره د نوي ټاکل شوي والي د معرفي کېدو په غونډه کې وویل: «د ازادۍ جهاد مو وکړ او اوس د ابادۍ د جهاد دور دی چې باید په ګډه سره کار وکړو.»

نوموړي د زابل له اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې د زابل د چارواکو او اوسېدونکو غوښتنو ته پاملرنه کوي او تر نورو مسوولینو يې رسوي.

د زابل اوسېدونکو د کورنیو چارو له وزیر څخه غوښتنه وکړه چې زابل ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ د اوبو کمښت، برېښنا، پوهنه، روغتیا برخو کې دې ستونزې ورته حل کړي او زابلي کادرونو ته دې کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د زابل یوه اوسېدونکي روزي‌محمد زابلي وویل، په دې ولایت کې له تېرو شلو کلونو راهیسې کار نه دی شوی او هیله لري چې راغلي چارواکي یې ستونزو ته پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه، اوسمهال زابل کې د اوبو کچه ورځ تر بلي ټیټېږي، د پوهني، روغتیا او وارداتي برېښنا  په برخو کې دې دغه ولایت ته ځانګړې پاملرنه وشي.

هغه هیله څرګنده کړه چې مسلکي او په کار پوه ځوانانو ته په دولتي ادارو کې د کار زمینه هم برابره شي.

د زابل لپاره نوي ټاکل شوي والي مولوي حزب‌الله افغان وویل، په ګډه سره به زابل ته کار کوي او هیله يې څرګندوي چې دولتي رییسان، دیني عالمان، مشران او د دغه ولایت اوسېدونکي ورسره همکار پاتې شي.

د هغه په وینا، د ولایت مقام دروازې د ولسونو پرمخ خلاصې دي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.