ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنار او چرسو له کښته پاکه شوې ده

غزني کې سلګونه جریبه ځمکه د کوکنار او چرسو له کښته پاکه شوې ده

غزني‌ښار(پژواک،۹ زمری ۱۴۰۲): غزني کې سیمه‌ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت ګېلان، آب‌بند، ناوه، مقر، مالستان او اجرستان ولسوالیو کې پر سلګونه جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار او چرس له منځه وړل شوي دي.

د غزني ولایت امینې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې ادارې هوډ کړی د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې کرل شوي د نشه‌یي توکو کښتونه واړوي چې له دوو اونیو راهیسې یې د له منځه وړلو کمپاین پیل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، که څه هم سږکال بارانونو ډېری د بنګو او کوکنارو کښتونه له منځه وړي، خو د پاتې بنګو او کوکنارو د له منځه وړلو لپاره کمپاین پیل شوی چې تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکه د ناوړو بوټو له کښته پاکه شوې ده.

هغه وایي: «د غزني په ناوې ولسوالۍ کې ۴۳۵ جریبه ځمکه چرس، په اجرستان ولسوالۍ کې ۱۳ جریبه کوکنار او ۱۸ جریبه ځمکه کرل شوي بنګ له منځه وړل شوي او همدارنګه شاوخواه ۳۰ جریبه ځمکه په ګېلان ،آب‌بند، مقراو مالستان ولسوالیو کې د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده.»

د سرحدي په خبره، دا لړۍ به د دغه کښتونو تر پاکولو پورې دوام وکړي او د غزني نورو ولسوالیو لکه قره‌باغ، واغظ، جاغوري، خواجه‌عمري، جغتو، ګېرو او اندړو ته به هم وغځېږي.

نوموړي دا هم وویل، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر اساس به امنیتي ځواکونه هیچا ته اجازه ورنکړي چې یاد بوټي وکري.

بلخوا یو شمیر کروندګر پر حکومت نيوکه کوي او وايي چې لومړى يې د کوکنارو د کښت مخنيوى نه کاوه خو اوس یې چې د حاصلاتو وخت را رسېدلی پر وړاندې یې د کمپاين غږ پورته کوي.

د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي مؤمن پژواک ته وویل، که چيرې د اوبوغم يې وخوړل شي او حکومت یې په داسې بدیل غور وکړي چې تر بنګو او تریاکو يې ګټه ښه وي نو دوی به هیڅکله بیا نشه‌یي توکي ونه کري.

بل لورته بیا د غزني یو شمېر نور اوسېدونکي د حکومت د دغه اقدام ستاینه کوي او وايي چې د غزني ترڅنګ دې په ټول هېواد کې د نشه‌یي توکو کښت او قاچاق له منځه یووړل شي.

د دغه ولایت یوه اسېدونکي ظاهرشاه پژواک ته وویل، نشه‌یي توکي هغه بد بوټي دي چې په افغانستان کې یې میلیونونه کسان له ښې ایستلي او له امله یې په لکونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه وايي، حکومت دې دغې برخې ته تر بل هر څه ډېره پاملرنه وکړي او کروندګر ته دې اجازه نه ورکوي چې نشه‌یي توکي وکري.

Views: 57

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.