کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۲): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، روسي سوداګرو په افغانستان کې د برېښنا او کرنې په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
یاد وزارت نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرتالله جمال له روسیې راغلي تجارتي پلاوی سره چې مشري یې الګ کاندي یویچ کوي ليدلي دي.
په دغه ټویټ کې د روسيې پلاوي له قوله لیکل شوي: «مونږ تیار یو چې د افغانستان برېښنا، زراعت او ټولګټو برخو کې پانګونه وکړو، د افغانستان تولیداتو ته لومړیتوب ورکوو او د روسیې خلک د افغانستان تازه میوو ته ډېره لېوالتیا لري.»
سرچینې ویلي، یاد پلاوي له اسلامي امارته وغوښتل چې مشترکې تجارتي نمايندهګۍ په دواړو هېوادونو کې جوړې کړي څو سوداګر په اسانۍ سره خپل سوداګریز توکي صادر کړي.
login or register a new account.