ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

بامیان کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی

author avatar
19 Aug 2023 - 10:33
بامیان کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی
author avatar
19 Aug 2023 - 10:33

بامیان (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۲): بامیان کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بامیان امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز اړوند «شهیدان» سیمه کې یو کرولا موټر له بایسکل سره ټکر شوی چې له امله یې بایسکل چلوونکی مړ شوی دی.

د هغه په خبره، دا پېښه د جمعې په ورځ (د زمري ۲۷مه) له غرمې وروسته شاوخوا درې نیمې بجې د شهیدان سیمې په «عمبرسموچ» کلي کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، موټرچلوونکی نیول شوی او د بامیان امنیې قوماندانۍ د ترافیک مدیریت تر نظارت لاندې دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.