منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار کانال رياست د خصوصي سکټور په همکارۍ د مالدارۍ يو لوی فارم بيارغوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۸ کتنې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): د ننګرهار کانال رياست مسوولين وايي، د خصوصي سکټور په شاوخوا ۵۰ ميليونه افغانۍ پانګونه يې د مالدارۍ د يوه فارم بيارغونه پيل کړې ده.

مسوولين وایي، دغه فارم چې په عصري او مجهز بڼه بيارغول کېږي، لږ تر لږه تر ۵۰۰ څاروي به په کې ساتل کېږي او هره ورځ به د لبنياتو تازه محصولات بازار ته وړاندې کوي.

هغوی وایي، دا چاره د ځان بسياينې لپاره ډېره ګټوره ده چې سلګونه کسانو ته به په کې په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه هم برابره شي.

د ننګرهار کانال رييس مولوي غلام‌رحمن کظیم پژواک اژانس ته وويل، له څلور لسیزو وروسته د دغه فارم د بیارغولو چارې په عصري او مجهزه بڼه د خصوصي سکټور په پانګونه پيل شوې.

هغه وايي، د دغه فارم پر بیارغونه باندې لږ تر لږه ۵۰ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او د جوړېدو او ترميم چارې يې د کانال رياست تر چتر لاندې د «سعادت چپرهاري کرنيز شرکت» له لوري پيل شوې دي.

هغه زياته کړه:« مونږ شپه او ورځ هڅه کوو چې ننګرهار کانال خپل پخواني برم ته ورسوو، او خپلو خلکو ته په ټولو برخو کې د کار روزګار زمینه برابره کړو.»

د رييس د معلوماتو له مخې، د مالدارۍ دا فارم څلور لسيزې وړاندې د کورنيو جګړو له امله په بشپړه توګه له منځه تللی و او دا څلور لسيزې ترې هېڅ ګټه نه اخېستل کېده.

بلخوا د ننګرهار کانال رياست د ساختمان امريت مسوول انجينر داوود وايي، دغه فارم به پر ۱۵ جريبه ځمکه باندې ورغول شي او ترڅنګ به يې د څارويو د ساتنې لپاره پر ۵۰۰ جريبه ځمکه باندې واښه او نور خوراکي توکي کرل کېږي.

د انجينر داوود په خبره، د دغه فارم په بيارغونې سره به هره ورځ سلګونه کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي چې د بې روزګارۍ د کچې کموالي کې به مرسته وکړي.

بلخوا د سعادت چپرهاري شرکت مسوول نورمحمد جبارخېل هم پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې د لبنياتو بازار ښه دی، خو د عرضې په برخه کې ډېر کار نه دی شوی؛ ځکه يې د کانال رياست سره په ګډه د دغه فارم بيارغونه پيل کړه.

هغه زياتوي: «څلور اعلی نسلونه ۵۰۰ سره غواګانې به په دې فارم کې ساتل کېږي چې ورسره به د شیدو پروسس امکانات او ماشینونه، د غواګانو لوشنې ماشینونه او د عصري مالدارۍ نور مهم وسايل به هم ورته برابر کړل شي.»

د کرنيز اقتصاد کارپوهانو په وینا، د دغه ډول لويو فارمونو جوړول د هېواد د بسياينې، بې روزګارۍ مخنيوي او د اقتصاد د پياوړتيا لپاره ډېر مهم دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه