شبرغان (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۲): د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین وایي چې هېواد کې یو نیم میلیون لوستي ځوانان بیکاره دي او افغانستان اوس تر بل هر وخت ډېر متخصصو او مسلکي کسانو ته اړتیا لري.
د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین محمدیونس د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د اکتید دفتر د ځوانانو د مهارتونو پراختیا مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې نن زموږ هېواد تر بل هر وخت ډېر مسلکي کدرونو ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړه: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې، هېواد کې له دری میلیون لوستو ځوانان یو نیم میلیون یې بیکاره دي او هر کال هېواد کې لس زره بستونه خالي کیږي، دا بستونه د کار پیدا کولو لپاره د ځوانانو د اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي.»
نوموړی زیاتوي چې اسلامي امارت ځوانانو ته د کار د پیدا کولو لپاره له هر کاري فرصت څخه ګټه اخلي.
د جوزجان والي ګلحیدر شفق په یادو مراسمو کې وویل چې هېواد لوستو او مسلکي ځوانانو ته اړتیا لري او ځوانان باید د عصري زده کړو په ترلاسه کولو بهرنیو متخصصینو ته د اړتیا کچه راټیټه کړي.
هغه څرګنده کړه: «موږ باید هېواد کې د ځوانانو زده کړې او پوهې تر هغې کچې لوړې کړو چې نور په بېلابېلو دولتي ادارو کې د بهرنیو مشاورینو او متخصصینو د جذب لپاره اړتیا نه وي.»
جوزجان کې د اکتید دفتر ولایتي مسوول امانالله امین وویل چې په سمنګان، بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې په انلاین سوادګرۍ، کمپیوټر او انګلیسي ژبې برخو کې د ځوانانو د مهارتونو د پراختیا په ۱۸ مرکزونو کې دری میلیون ډالر مصرف کیږي.
هغه وايي چې په درېیو راتلونکو کلونو کې ۲۷ زره ځوانان له یادو پروګرامونو په بېلابېلو دورو کې برخمن کیږي.
یو شمېر ځوانان چې اکتید دفتر د ښوونیز پروګرام له لوري کمپیوټر پروګرامونه زده کوي له بنسټونو او موسسو غواړي څو بېوزلو ځوانانو ته د زده کړو وړیا زمینه برابره کړي.
د هغوی په وینا د اقتصادي ستونزو او ورځ تر بلې د بې وزلۍ د ډېريدو له امله ډېر شمېر ځوانان او ماشومان د زده کړو له دوام څخه پاتې دي او ښوونیزو مرکزونو کې د فیس د ورکړې او ښوونځي ته د تګ وس نه لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








