مزارشریف (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۲): شمال زون کې د ۲۰۹ الفتح قولاردو له ښوونیز مرکزه ۷۰۰ سرتېري له نظامي زدهکړو فارغ شول.

د ۲۰۹ الفتح قولاردو ویاند صدیقالله نصرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د دې قول اردو له ښوونیز مرکزه د شمال زون په کچه ۷۰۰ سرتېري له درې میاشتنیو نظامي زدهکړو وروسته فارغ شول.

هغه زیاته کړه چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته شاوخوا درې زره سرتېري له دغه مرکزه فارغه شوي دي.

هغه وایي، د دفاع وزارت په پام کې لري څو یادو سرتېرو ته لا ډېر امکانات او تعلیمي فرصتونه برابر او د ظرفیت لوړونې نور مهارتونه هم ور زده کړي.

په همدې حال چارواکي له تازه فارغ شوو سرتېرو غوښتنه کوي چې د ولس د ارامۍ او سوکالۍ لپاره دې شپه او ورځ هلې ځلې وکړي.

د ۲۰۹ الفتح قولاردو رییس ارکان نقیبالله عزیزي له تازه فارغ شوو سرتېرو غوښتنه وکړه چې د ولس د ارامۍ او سوکالۍ لپاره شپه او ورځ هلې ځلې وکړي.

نوموړی دغه راز د دیني زدهکړو ترڅنګ عصري علوم هم فرض ګڼي او وایي چې نظام هغو ځوانانو ته هم اړتیا لري چې وکولای شي نظامي تجهیزات لکه مرمۍ، ټانګ، بمب او طیارې جوړې کړي.

له همدې له دغه ښوونیز مرکزه فارغ شوي سرتېري خلکو ته د امنیت او خدمت ډاډ ورکوي.

یو فارغ سرتېری عبدالباسط وایي، خوښ دی چې د درېیو میاشتو په موده کې یې ډېر څه زدهکړي او چمتو دی د خدمت لپاره خپلې سیمې ته وګرځي.

له یاد ښوونیز مرکزه فارغ شوی یو بل سرتېری سیدعمر هم خلکو ته ډاډ ورکوي چې شپه او ورځ به يې د امنیت او ساتنې لپاره هلې ځلې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د هېواد د بېلابېلو قولاردوګانو له ښوونیزو مرکزونو زرګونه سرتېري فارغ شوي دي.