هرات (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): د هرات د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ریاست محتسبینو د جادوګرۍ په تور شل کسان نیولي دي.
د هرات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رییس شیخ عزیزالرحمن المهاجر وایي، له هغه وروسته چې اسلامي امارت په هېواد کې د جادوګرانو فعالیت منع اعلان کړ په هرات کې هم د جادوګرانو د نیولو او ټولولو لړۍ پیل شوه چې تر اوسه ۲۰ کسان نیول شوي دي.
نوموړي وویل چې د دغو جادوګرانو د ځينو دوسیې یې محاکمو ته سپارل شوي او له ځینو یې تعهد اخیستل شوی چې بیا به جادوګرۍ ته مخه نه کوي او د دې ادارې له خوا ازاد شوی دي.
هغه زیاته کړه، ځینو دغو جادوګرانو له خلکو تر دوه سوه زره افغانیو هم په چل او فرېب اخیستې او ځینو یې په دیني علومو هم نه پوهېدل او په بېلابېلو پلمو یې له خلکو پیسې اخیستې چې له دغه مسلک څخه یې خپل ورځني عاید ترلاسه کول.
دغه ریاست د هرات له خلکو غواړي چې د جادوګرانو په پېژندنه کې له یادې ادارې سره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د هرات اوسېدونکي هم د جادوګرانو د نیولو هرکلی کوي.
د دغه ولایت د ادرسکن ولسوالۍ یو اوسېدونکی حاجي میراحمد چې د یوې قضیې د حل لپاره د دغه ولایت د امر بالمعروف ریاست ته راغلی پژواک ته وویل، دغه جادوګران ډېری وخت په ځانګړي دول ښځو ته د فرېب ورکولو له لارې ډېر عاید ترلاسه کوي.
د هغه په خبره، هر هغه کار چې د اسلام او شریعت د لارښوونو خلاف وي باید مخه یې ونیول شي او عاملینو ته دې د اسلام په رڼا کې سزا ورکړل شي.
د یادونې ده، د اسلامي امارت د فرمان له مخې د جادوګرانو او تعویذ لیکوونکو د نیولو پروسه پیل شوې او تر اوسه سلګونه کسان په ټول هېواد کې نیول شوي او د قانون منګلو ته سپارل شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










