منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۹ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې له پاکستانه راوړل شوي ۶۰۰ کیلوګرامه «ثانیه‌سوز» لینونه ونیول شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۴ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲): ماليې وزارت وايي، د ننګرهار په ګمرک کې یې په چاودېدونکو توکو کې کارېدونکي څه باندې شپږ سوه کیلوګرامه «ثانیه‌سوز» لینونه چې له پاکستانه راوړل شوي وو، نیولي دي.

د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه لینونه چې «د مومند سرحدي شرکت اړوند په دوو سوداګریزو محمولو کې» راوړل شوي وو، د ننګرهار ګمرک د تشریح او بررسۍ برخې کارکوونکو نیولي دي.

سرچینه زياتوي، دغه ۱۶۰ بستې لینونه چې ټوليز وزن يې ۶۰۹.۶ کيلوګرامه کېږي؛ له پاکستانه راوارد شوي دي.

د سرچينې معلوماتو له مخې، له دغو لینونو سره په تړاو یو کس هم نیول شوی او اړوند ارګانونو ته معرفي شوی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه