کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د ادبیاتو نوبل جایزه د ناروې هېواد یوه لیکوال جون فوسه ته ورکړل شوې ده.
یورو نیوز د نوبل کمیټې د داورانو له قوله راپور ورکړی چي دغه جایزه پرون (پنجشنبه) فوسه ته د هغه د «د بدیع او نثر نندارلیکونو له امله چې نا وېلې بیانوي» ورکړل شوې ده.
دغه لیکوال ۶۴ کلن دی او د نړۍ له سترو ډرامه لیکوالو شمېرل کېږي چې ډېری اثار یې نورو ژبو ته هم ژباړل شوي دي.
د یادونې ده چې د ۲۰۲۲ کال د ادبیات نوبل جایزه د اني ارنو په نوم یوې فرانسوۍ لیکوالې ته ورکړل شوې وه.
د نوبل د سږ کال د طب او کیمیا برخو جایزې هم ورکړل شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










