منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۱ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اسیایي لوبې؛ افغان کرکټ الف لوبډلې د سپینوزرو مډال وګاټه

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۲۰ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د چین په اسیایي سیالیو کې د افغانستان کرکټ الف لوبډلې او د هندوستان ترمنځ پای‌لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته ورسېده په دې سره افغان لوبډلې د سپینوزرو مډال ترلاسه کړ.

د نننۍ لوبې پچه هندوستان وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغانستان لومړی توپوهنه پیل کړه چې په ۱۸،۲ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۲ منډې وکړې چې باران پیل شو او لوبه وځنډېډه.

دغه راز، د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، د چین اسیایي سیالیو پای‌لوبه د شدید او دوامداره اورښت له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

دې ادارې زیاته کړې، د یادو سیالیو د اصولو او په درجه بندۍ کې د مخکې‌والي پر اساس د سروزرو مډال هندي لوبډلې ته ورکړل شو او افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې د سپینوزرو مډال ترلاسه کړ.

کرکټ بورډ ویلي، دا د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۸ کال ترڅنګ پرله پسې درېیم ځل دی چې افغان لوبډله په اسیایي سیالیو کې کډون کوي او د سپینوزرو مډال هېواد ته راوړي.

د یادونې ده، د افغانستان الف لوبډله به له دې سیالیو وروسته عمان ته لاړه شي او هلته به له کوربه هېواد سره دوه یو ورځنۍ او پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې