منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۶ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار کانال اداره سږ کال له ۳۰۰ ټنه زيتونو تېل او اچار جوړوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۸۸ کتنې

جلال‌اباد (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۲): د ننګرهار کانال رياست مسوولين وايي، د زيتونو په باغونو کې حاصلات ثمر ته رسېدلي، راټولول يې پيل شوي چې له شاوخوا ۳۰۰ ټنه څخه به تېل او اچار توليد شي.

د مسوولينو په وينا، د زيتونو د اچارو توليد او پروسس چارې پيل شوي او نږدې ورځو کې به د زيتونو د تېلو توليد هم پيل کړي.

د ننګرهار د کانال رياست وياند سيدهمايون غريبمل د تلې په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې ادارې اړوند د زيتونو باغونو څخه به سږ کال تر ۳۰۰ ټنه پورې د زيتونو دانې راټولې شي چې له ډلې به يې لس ټنه اچار او له پاتې نورو به د زيتونو تېل توليد او پروسس شي.

دی وايي، که څه هم سږ کال د باغدارۍ له اړخه باغونه شاخ‌بوري شوي او ډېر حاصل يې نه دی ورکړی خو بيا هم دومره دانې راټولېږي چې د زيتونو د تېلو او اچارو په برخه کې د خلکو اړتياوې پوره کړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د زيتونو له شنو دانو څخه د اچارو توليد پيل شوی او پخې شوې تورې دانې به يې هم پنځلس ورځې وروسته راټولېږي چې له هغې څخه تېل توليدېږي.

نوموړی وايي: «د کانال شرکت د زیتونو فابریکې کابو شپږ لسیزې وړاندې په فعالیت پیل کړی، د ۸۰۰۰ ټنو زیتونو د پروسس ظرفیت لري چې ۴۰۰۰ ټنه د زیتونو تېل او ۴۰۰۰ یې د زیتونو اچار برخه تشکیلوي.»

غريبمل دا هم وويل چې د کانال له جوړېدو سره سم په کابو ۳۱۰۰ هکتار ځمکې زیتون باغونه جوړ شوي وو چې په هېواد کې د څو لسيزو جګړو او ناسمې پاملرنې له امله ۱۳۸۰ هکتاره زیتون باغونه له منځه تللي او اوس په ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه د زیتون باغونه شته دي.

هغه زياته کړه: «د خوښۍ خبره دا ده چې شاوخوا یو کال مخکې ننګرهار کانال په کابو ۵۵۰ جریبه ځمکې د زیتونو نوي باغونه احداث کړل چې په راتلونکي کې به ورسره د زیتونو حاصلاتو کچه لوړه شي.»

بلخوا د ننګرهار کانال رييس مولوي غلام‌الرحمن کظیم وايي، د کانال زیتونو فابریکه د پروسس مجهز ماشینونه لري او پلان لري چې له یادو ماشینونو په لا موثره توګه ګټه پورته کړي، څو په نړۍوال مارکېټ کې د ننګرهار کانال د زیتونو تولیداتو ته د رقابتي بازار موندنې زمینه هم برابره شي.

نوموړی هيله‌مند دی چې له یادو ماشينونو سره به د کانال زيتونو د تېلو او اچارو توليدات لا زیات نړۍوال بازار پيدا کړي چې ورسره به د دې فابريکې عوايد هم لوړ شي .

دی زياتوي: «د پروسس د دغو ماشینونو له جملې يې دوه ماشينونه د دې فابریکې د جوړېدو سره سم په ياده فابريکه کې نصب شوي او يو عدد ماشين يې شپږ کاله مخکې زیتونو فابریکې ته راوړل شوی دی.»

بلخوا د ننګرهار کانال د زيتونو د پروسس فابريکې يوه کارکوونکي نقيب‌الله پژواک ته وويل، په دغه فابريکه کې له شلو کلونو راهیسې کار کوي او سږ کال هم د زيتونو د پروسس برخه کې فعاله ونډه لري.

هغه وايي، اوسمهال د اچارو توليد او پروسس پيل شوی چې ډېر ژر به د تېلو توليد هم پيل شي.

ننګرهار کې د زيتونو باغونه په ۱۳۴۴ لمريز کال د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه په حکومت کې جوړ شوي چې د حاصلاتو د پروسس لپاره يې بيا دغه فابريکه هم جوړه شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه