[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۲): په هرات او شاوخوا ولایتونو کې نن سهار وخته یو ځل بیا سخته زلزله وشوه او خلک یې له خوبه پاڅول.
په هرات کې د پژواک خبریال بنیامین بارز وایي، چې نن چهارشنبه ( د تلې په ۱۹مه) د سهار په پنځو بجو او ۱۳ دقیقو نسبتاً سخته زلزله وشوه.
هغه زیاته کړه، دا چې تېرې زلزلې خلک سخت ویرولي، دا ځل هم د سختې ویرې له امله سهار وخته په ساړه هوا کې له خپلو کورونو ووتل.
د زلزلې سنجولو نړۍوالو سرچینو لیکلي چېنن سهار هلته دوه زلزلې شوې چې د یوې شدت د ریختر په کچه ۵ او.د بلې ۶،۳ رجې و.
د عزیز الله په نامه د هرات ښار یو تن اوسېدونکي پژواک ته وویل:“ موږ په خواږه خوب ویده وو، چې زورورې زلزلې له خوبه پاڅولو ، ټول لوی او واړه له کورونو ووتلو. “
په بادغیس کې د پژواک خبریال محمد عارف او په فراه کې د پژواک خبریال عبدالرحمن ژوندی هم وایي چې هلته نن سهار زلزله شوې ده.
بلخوا د پژواک په فیسبوک پاڼه کې خلکو لیکلي چې په فاریاب، غور او ځینو نورو ولایتونو کې زلزله حس شوې ده.
د یادونې وړ ده چې څلور ورځې وړاندې هم په هرات، فراه او بادغیس ولایتونو کې سخته زلزله شوې وه، خو ډیره مرګ ژوبله او زیانونه یې د هرات په زنده جان او غوریان ولایتونو کې اړولي وو.
په لومړۍ ورځ په پرلپسې څلور ځلې زلزله وشوه، دغه راز یوه ورځ پس بیا زلزله وشوه، خو ددویمې زلزلې زیانونه نه درلودل.
د هرات ځایي چارواکي وایي چې په دغو ولسوالیو کې ۲۵۰۰ کسان مړه او همدومره ټپیان شوي، دغه راز ۲۰ کلي له منځه تللي او نږدې دوه زره کورونه ړنګ شوي دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP