Language

اروزګان کې د نشه‌يي توکو یوه کارخونه له منځه وړل شوې ده

ترینکوټ (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۲): د اروزګان امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د نشه‌يي توکو پروسس او تولید یوه کارخونه کشف او له منځه یووړل شوه.

د اروزګان امنيې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نشه‌یې توکو یاده کارخونه پرون د دهراوود ولسوالۍ په زرتالې سیمه کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې له منځه وړل شوې ده.

هغه زیاته کړه، د یادو عملیاتو په پایله کې له یادې کارخونې ۳۰۰ کیلوګرامه ومان، ۱۰۰ لېتره ډېزل، تېزاب، ګچ او نور وسایل چې د نشه‌یې توکو په تولید کې ترې استفاده کېږي، هم ترلاسه شوي دي.

د هغه په خبره، په دې تړاو یو کس نیول شوی او د څېړنو لپاره به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.