ژبه

فراه کې ناپېژانده وسله‌والو یو کس وژلی

[restrict paid="true"]

<p style="text-align: justify;">فراه (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې د فراه په مرکز کې د نا پېژانده وسله‌والو په ډزو کې یو کس وژل شوی او یو ماشوم ټپي دی.</p>

<p style="text-align: justify;">د فراه د اطلاعات او کلتور ریاست له لوري د تلې په ۲۴مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د فراه ښار  په لومړۍ ناحیه کې وسله‌والو پر یوه موټر ډزې وکړې.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینې زیاته کړې چې په دې ډزو کې یو کس وژل شوی او یو ماشوم ټپي دی.</p>

<p style="text-align: justify;">د خبرپاڼې په حواله،د پيښې اصلي لامل تر اوسه په ډاګه نه دی خو د امنيتي ځواکونو له لوري پلټنې روانې دي.</p>

[/restrict]

ورته موضوع