Language

هلمند کې له تېلو بار یو لارۍ موټر سوځېدلی

لښکرګاه (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۲): د هلمند ځایي مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې یو موتر سوځېدلی چې له امله یې خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، نن غرمه د مارجې ولسوالۍ په شنغزک سیمه کې یو لارۍ موټر اور اخیستی او سوځېدلی دی.

هغه زیاتوي چې چې په یاد موټر کې تېل بار و او بشپړ سوځېدلی دی.

د ریاض د معلوماتو له مخې، دې اورلګېدنې د نغدو پیسو او اجناسو په ګډون پنځه میلیونه ۳۹۰ زره او ۲۶۳ افغانۍ زیان اړولی دی.

هغه دغه راز وویل چې په موټر کې ټول ۳۱۸۰ لېتره تېل بار وو.