Language

کاپیسا کې د یوې تپې ښویېدو له امله یو کس مړ شوی

محمود‌راقي (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۲): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت د کوهستان لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د یوې خاورینې تپې ښویېدو له امله یو کس مړ شوی دی.

د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژوک خبري اژانس ته وویل، دا پېښه پرون د دغه ولایت د کوهستان لومړۍ حصې ولسوالۍ په «دشت سنجن» کلي کې پېښه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د عبدالعلیم په نوم یو ۴۰ کلن سړی د خاورو کېندلو په حال کې و چې خاورې پرې ښویېدلي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه سړي دوولس کلن زوی له دې پېښې روغ وتلی دی.