هرات (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۲): ځایي سرچینې وایي چې د هرات په جبرائیل ښارګوټي کې د یوه وسلهوال برید په پایله کې د دوو شیعه عالمانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
دا پېښه نن (جمعه، د لېندۍ ۱۰مه) له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د هرات دیارلسمې حوزې اړوند د جبرائیل ښارګوټي په کره ملي سیمه کې شوې ده.
د جبرائیل ښارګوټي یوه اوسېدونکي سمیع وفایي پژواک اژانس خبري اژانس ته وویل، د جمعې له لمانځه وروسته یو شمېر کسان په رېکشه کې روان وو چې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې.
هغه زیاته کړه چې په برید کې پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
دی وایي، په وژل شوو کې د حضرت ابوالفضل جومات ملا امام محمدمسحن حامدي او د رسول اعظم جومات ملا امام محمد تقي صادقي دوه شیعه عالمان هم شامل دي.
بلخوا ځینو نورو سرچینو او رسنیو په یاده پېښه کې د شپږو او ځینو د اوو کسانو د وژل کېدو خبرونه ورکړي دي.
ویل کېږي چې په نورو وژل شوو کې ښځې هم شاملې دي.
پژواک اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د امنیتي مسوولینو نظر واخلي خو ونه توانېد.
حو د شپې ناوخته د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري ٦ کسان چې ښځې هم په کې وې، وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
وزارت یاده پېښه غندلې او دا یې یو تروریستي عمل ګڼلی دی.
د یادونې ده، څو ورځې مخکې هم په هرات ښار کې د وسلهوالو له خوا دوه شیعه عالمان وژل شوي وو چې د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو بنسټونو له خوا پرې اندېښنه ښودل شوې وه.