ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایران ته تلونکي یو شمېر ځوانان له حکومته د کاري زمینو برابرولو غوښتنه کوي

ایران ته تلونکي یو شمېر ځوانان له حکومته د کاري زمینو برابرولو غوښتنه کوي

author avatar
23 Jan 2024 - 10:53
ایران ته تلونکي یو شمېر ځوانان له حکومته د کاري زمینو برابرولو غوښتنه کوي
author avatar
23 Jan 2024 - 10:53

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): یو شمېر هغه ځوانان چې ایران ته د تلو اراده لري وايي، سره له دې چې څو ځلې له دغه هېواده راایستل شوي خو اوس د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله اړ دي بیا ولاړ شي.

یاد ځوانان چې د خپلو کورنیو نفقه راوړونکي دي، هغو اقتصادي ستونزو ته چې ورسره مخ دي، په اشاره وايي، د دې لپاره چې خپلو کورنیو ته یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي، پرته له دې چې ایران ته ولاړ شي بله لار نه لري.

محمد مهدي چې یوه میاشت مخکې له ایرانه راایستل شوی، بیا غواړي دغه هېواد ته لاړ شي، له همدې امله نن سهار د کندهار اډې ته راغلی څو نیمروز او له هغه ځایه په قاچاقي ډول ایران ته ولاړ شي.

هغه وايي، مفلسي، د کار نشتوالي او هغو ستونزو چې کورنۍ یې ورسره مخ ده، اړ کړ څو بیا ایران ته د تلو تکل وکړي څو لږ تر لږه له کورنۍ سره یې مرسته وکړي.

محمدعلي هم چې غواړي ایران ته ولاړ شي، تر اوسه یې شپږ ځلې دغه هېواد ته د تلو اراده کړې، درې ځلې رسېدلی او وروستی ځل هم په زور له دغه هېواده راایستل شوی دی.

هغه چې لوړې زده‌کړې یې هم کړې وايي، د ناچارۍ او بېکارۍ له امله یې بیا یاد هېواد ته د تلو تصمیم نیولی دی.

ذاکرالله هم چې ایران ته د تلو اراده لري وايي، دلته لس افغانۍ نه شي پيدا کولی نو اړ دی خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ ته د ډوډۍ پيدا کولو په موخه دغه هېواد ته ولاړ شي.

یاد ځوانان چې ایران ته د تلو په حال کې دي، له حکومته غواړي چې ټولو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي څو اړ نه شي چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

خو د مسافروړونکو شرکتونو یو شمېر مسوولین وايي، په دې وروستیو کې د تېرو درېیو میاشتو په پرتله هغه مسافر چې ایران ته ځي او د نیمروز یا هرات ټکټونه اخلي، کم شوي دي.

په کندهار- کابل اډه کې د یوه مسافروړونکي شرکت مسوول صمیم جنتي وايي، ګاونډیو هېوادونو کې وروستيو بدلونونه او د افغانانو جبري راایستنې د دې لامل شوې چې لږ ټکټونه وپلوري.

د یوه بل مسافروړونکي شرکت مسوول جها‌ن‌زیب دې ته په اشاره چې د هرات او نیمروز مسافر کم شوي زیاتوي، دغو دوو ولایتونو ته ډېری راتلونکي مسافر له خپلو کورنیو سره له لرو پرتو ولایتونو راځي او اقتصادي وضعیت یې ښه نه وي.

د هغه په خبره، اوس‌مهال ډېری هغه کسان چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی، په پاسپورټونو د اسلام‌کلا بندر له لارې ایران ته ځي خو هغه کسان چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی او په قاچاقي لارو ایران ته ځي، هغوی بیا اول نیمروز ته ځي.

ورته مهال، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سميع‌الله ابراهیمي وايي چې تېر کال یې څه باندې ۵۰ زره کسانو ته کاري زمینې برابرې کړې دي.

هغه ټینګار وکړ چې سرپرست حکومت په هېواد کې ټولو ځوانانو ته د لا ډېرو کاري زمینو برابرولو ته ژمن دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.