ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

فاریاب کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

author avatar
23 Feb 2024 - 09:35
فاریاب کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې
author avatar
23 Feb 2024 - 09:35

میمنه (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۲): فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په ګزرېوان ولسوالۍ کې یوه ۱۴کلن ځوان خپل ژوند پای ته رسولی دی‎.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه راغلي چې دغه ځوان د ګرزېوان ولسوالۍ د ګنج کلي اوسېدونکی و او تېره ورځ یې د خپل پلار د بخاریو جوړولو په کارخونه کې ځان زندۍ کړی دی.

سرچینې لیکلي چې تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی معلوم، خو په تړاو یې پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې چې په اسلام کې ځان‌وژنه لویه ګناه ده او هېڅوک باید د ژوند د هوارېدونکو ستونزو له امله پر ځان‌وژنه لاس پورې نه کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.