Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان کرکټ بورډ له ایرلنډ سره ټېسټ‌لوبې ته لوبډله اعلان کړه

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ له ایرلنډ سره راتلونکې ټېسټ لوبې لپاره ۱۶کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو ترمنځ ټېسټ‌لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۸مه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیلېږي او د مارچ تر درېیمې به دوام ولري.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې نن له ایرلنډ سره یوازېنۍ ټېسټ‌لوبې ته لوبډله اعلان کړه.

سرچینې ویلي چې په اعلان شوې لوبډله کې رحمن‌الله ګربز او دغه راز ښي لاسی لیګ بریک توپ‌اچوونکی خلیل ګربز هم شامل شوي دي.

کرکټ بورډ ویلي، چټک توپ‌اچوونکی ابراهیم عبدالرحیمزی لوبډله کې پاتې دی او دوه نور چټک توپ‌اچوونکي یمین خان احمدزی او محمدسلیم ساپی بیا د ټپونو له امله په دې لوبډله کې نه دي اخیستل شوي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغان لوبډلې په ۱۶ کسیز نوملړ کې حشمت‌الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت‌شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز او اکرام علي‌خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصر جمال، کریم جنت، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، خلیل ګربز، ابراهیم عبدالرحیمزی، نجات مسعود او نوید ځدراڼ شامل دي.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ لوبغاړو غوراوي کمېټې لنډمهال مشر احمدشاه سلیمان‌خېل د لوبډلې  چمتووالي په اړه ویلي چې افغان لوبډلې له تېرو لسو ورځو راهیسې په متحده عربي اماراتو کې تمریناتي کمپ ترسره کړ.

هغه زیاته کړې: «د متحده عربي اماراتو په تمریناتي کمپ کې ۲۲ افغان لوبغاړو او ټولو روزونکو ګډون درلود چې د ایرلنډ پر وړاندې لوبې ته یې خورا ښه چمتووالی نیولی دی. موږ د تمریناتي کمپ له بشپړې څارنې وروسته دې لوبې ته ۱۶ کسیزه لوبډله غوره کړه چې یو شمېر نوي لوبغاړي چې په تېرو کورنیو سیالیو او یاد تمریناتي کمپ کې یې ښې لوبې کړې، هم لوبډلې ته اضافه شوي دي.»

د سرچینې معلوماتو له مخې، دا د افغان ملي لوبډلې نهمه ټېسټ‌لوبه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.