Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې د مناګي برېښنا بند د رغونې چارې پیل شوې

اسعداباد (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۲): د کونړ په وټه‌پور ولسوالۍ کې د مناګي برېښنا بند د رغونې چارې پیل شوې چې تر راتلونکو څلورو میاشتو به بشپړې شي.

کونړ ولایت کې د برېښنا شرکت رییس شهاب‌الدین یاسر پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه شرکت د تخنیکي ټيم له لوري د مناګي برېښنا بند د اساسي رغونې چارې پیل شوې چې ۶،۳ میلیون افغانۍ لګښت پرې کېږي او په راتلونکو څلورو میاشتو کې به بشپړې شي.

هغه وویل: «له تېرو شاوخوا ۱۹ میاشتو راهیسې د کونړ مناګي برېښنا بند د ځینو تخنیکي ستونزو له امله له فعالیته لوېدلی و، له ښه مرغه د افغانستان برېښنا شرکت له لوري یې د ۶،۳ میلیون افغانیو په لګښت د جوړونې او ترمیم چارې پیل شوې.»

نوموړی وایي، د پروژې د تخنیکي پلاوي په همکارۍ یې د یاد بند بشپړه تخنیکي ارزونه کړې او زیاتوي چې دغه بند د برېښنا توليد او عوایدو يوه مهمه سرچينه ده.

هغه وویل، دوی هڅه کوي چې د یاد بند د اساسي ترميم ځنډېدلې چارې ژر تر ژره بشپړې کړي او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.

ورته مهال د کونړ اوسېدونکي خوښ دي چې له اوږده ځنډ وروسته دغه ولایت کې د مناګي برېښنا بند د رغونې چارې له سره پیلېږي.

د دغه ولایت وټه‌پور ولسوالۍ کې د پېچ‌درې پر سیند د مناګي برېښنا بند چې د ۲،۱ مېګاواټه برېښنا د تولید او په یو وخت کې شاوخوا اووه زره کورنیو ته د برېښنا ورکولو ظرفیت لري، د لومړۍ ځل لپاره یې په ۱۳۹۲ کال کې د ۸،۹ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د جوړېدو چارې پیل شوې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.