ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي پاتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي: روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله له کورنۍ درملنې کار اخلو

د دایکنډي پاتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي: روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله له کورنۍ درملنې کار اخلو

author avatar
2 Mar 2024 - 08:48
د دایکنډي پاتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي: روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله له کورنۍ درملنې کار اخلو
author avatar
2 Mar 2024 - 08:48

نیلي (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۲): د دایکنډي د پاتو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ زیاتره خلک روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري او تر ټولو نږدې روغتیايي مرکز ته د تلو لپاره باید څو ساعته په موټر کې مزل وکړي.

هغوی زیاتوي، د تېر حکومت پر مهال د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د ناامنۍ له امله له ټولو په ځانګړې توګه له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې وو.

د پاتو ولسوالۍ اوسېدونکي احسان‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالي کې روغتیايي مرکزونه کم دي چې ان خپله د مرکز شاوخوا سیمو د خلکو اړتیا هم نه شي پوره کولای.

هغه زیاته کړه، یوازې «قخور»‌ سیمه چې څه باندې ۵۵۰ کورنۍ ژوند په‌کې کوي، د «پای‌قخور» روغتیایي مرکز ته څو ساعته پلی مزل دی.

هغه زیاته کړه، د سیمو لرېوالی او د لارو خرابوالی د دې لامل شوی چې ډېری خلک له روغتیايي خدماتو بې‌برخې پاتې شي او ځیني عاجل ناروغان روغتون ته له رسېدو مخکې ژوند له لاسه ورکړي.

نوموړي څرګنده کړه: «یو کلینیک د قخور سیمې کوزه برخه او یو روغتیايي مرکز د پاتو ولسوالۍ په مرکز کې دی، بل په هیڅ ځای کې نشته، فقط په تېر کال کې څو ځلې ګرځنده روغتیايي ټیمونه زموږ سیمې ته راغلي دي.»

نوموړی زیاتوي چې یادو شته روغتیايي کلینیکونو کې کافي درمل او متخصص ډاکټران هم نشته، خلک اړ دي چې د عادي ناروغیو لپاره هم د دایکنډي مرکز نیلي ته ولاړ شي.

هغه د اندېښنې په څرګندولو وايي، د پاتو د لرو پرتو سیمو خلک باید موټر کې دوه ورځې مزل وکړي څو نیلي ته ورسېږي، له دې امله ځیني وخت عاجل ناروغان په لارو کې ژوند له لاسه ورکوي.

د پاتو یو بل اوسېدونکی اسدالله محمدي وايي، د دې ولسوالۍ د لرو پرتو سیمو خلک روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه، د دې سیمو اوسېدونکي تر ډېره ناروغان په کورونو کې په دودیزه بڼه درملنه کوي.

نوموړی دغه راز وايي، د لارو خرابوالي له امله خلک د ژمي په موسم کې خپل ناروغان په خرو یا د تذکرو په وسیله لېږدوي.

نوموړی زیاتوي، هغه روغتیايي مرکزونه چې په پاتو ولسوالۍ کې فعال دي، کافي درمل نه لري او خلک له خصوصي درملتونونو درمل پېري.

هغه وویل: «پخوا د حکومت پلمه دا وه چې امنیت نشته؛ ځکه یې پاملرنه نه کوله، اوس خو امنیت شته، باید جدي پاملرنه وکړي او ډېر روغتیايي مرکزونه فعال کړي.»

ورته مهال، د دایکنډي روغتیايي مسوولین وايي، د تېرې ناامنۍ له امله د پاتو ولسوالۍ د سیمو لرېوالي او غرنۍ جغرافیې له امله روغتیايي مرکزونو ته د خلکو لاسرسی ستونزمن دی.

د دایکنډي عامې روغتیا رییس ډاکټر محمدغني صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل: «پاتو یوه له هغو ولسوالیو ده چې مخکې په‌کې ناامني وه، له همدې امله روغتیايي مرکزونه په‌کې کم دي.»

هغه زیاته کړه، ټاکل شوې چې د پاتو ولسوالۍ د شته کلینیکونو ظرفیت لوړ شي او د لرو پرتو سیمو لپاره یې د روغتیايي کلینیکونو جوړولو وړاندیزونه هم د عامې روغتیا له وزارت سره شریک کړي دي.

هغه څرګنده کړه، د یادې ولسوالۍ خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري خو دوی هڅه کوي چې لا ډېر کلینیکونه جوړ کړي.

د دایکنډي عامې روغتیا رییس وویل، په کومو سیمو کې چې روغتیايي مرکزونو ته د خلکو لاسرسی ستونزمن دی، هلته ته د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لارې خدمات وړاندې کوي.

دایکنډي یو غرنی او لرې پروت او ولایت دی چې اوسېدونکي یې تل د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ نورو خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي.

Views: 123

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.