پلعلم (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۳): د لوګر ولایت د کډوالو چارو ریاست وایي، په دغه ولایت کې یې له ۱۰۳۶ کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده.

د لوګر والي مولوي ضیالرحمن مدني نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې یاده مرسته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ وېشل شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې چې په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۷۴ امریکایي ډالره ورکړل شول.

د لوګر والي له کورنیو او نړۍوالو بنسټونو وغوښتل چې د روژې مبارکې میاشتې په ترڅ کې له بېوزله او اړو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړي.