ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشد خان د هند سوداګریزو سیالیو کې د هندي توپ‌اچوونکي محمد شمي د زیاتو ویکټو ریکارډ مات کړ

راشد خان د هند سوداګریزو سیالیو کې د هندي توپ‌اچوونکي محمد شمي د زیاتو ویکټو ریکارډ مات کړ

author avatar
3 Apr 2024 - 11:06
راشد خان د هند سوداګریزو سیالیو کې د هندي توپ‌اچوونکي محمد شمي د زیاتو ویکټو ریکارډ مات کړ
author avatar
3 Apr 2024 - 11:06

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکی راشد خان چې د هند په سوداګریزو سیالیو کې له ګجرات لوبډلې سره لوبېږي، د دغې لوبډلې د بل تېز توپ‌اچوونکي، محمد شمي د ډېرو ویکټو اخیستو ریکارډ مات کړې دی.

د «Cricinfo» ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان له ۲۰۲۲ کال راهیسې تراوسه د هند په سوداګریز لیګ کې د ګجرات لوبډلې لپاره ۳۶ لوبې ترسره کړې چې په دغو لوبو کې تر ټولو زیاتې ۴۹ ویکټې یې اخیستې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د هند تیز توپ‌اچوونکي محمد شمي په ۳۳ لوبو کې د ګجرات لوبډلې په ګټه ۴۸ ویکټې اخیستې وې.

د یادونې ده چې روان ۲۰۲۴ کال د هند په سوداګریزو سیالیو کې له افغانستان څخه راشد خان، محمدنبي، عظمت‌الله عمرزی، فضل‌الحق فاروقي، رحمن‌الله ګربز، نوراحمد لکڼوال، نوین‌الحق او الله‌محمد غضنفر د بېلابېلا لوبډلو له لوري اخیستل شوي دي.

Views: 81

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.