Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران ولسمشر او ورسره مل کسانو د چورلکې لوېدو پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۳): تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او څلورو نورو کسانو د چورلکې لوېدو پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ایران تسنیم اژانس لیکلي: «زموږ د هېواد محبوب ولسمشر ایت‌الله رییسي او ورسره مل کسان یې له قیزقلعه‌سي بند ګټې اخیستنې ته د سپارلو له مراسمو وروسته - چې د اذربایجان ولسمشر‌ الهام علي‌اف هم په کې ګډون کړی و - چورلکه کې تبریز ته روان وو خو چورلکه په لاره کې په ورزقان سیمه کې ولوېده.»

سرچینه لیکي: «د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په ختیځ اذربایجان کې د چورلکې لوېدو پېښه کې شهید شو.»

یاد اژانس زیاتوي، د تبریز امام جمعه ایت‌الله ال‌هاشم، د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیر عبدالهیان او د تبریز والي مالک رحمتي هم له ولسمشر سره په چورلکه کې شتون درلود او هغوی هم په یاده پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د چورلکې پیلوټ او د ولسمشر ساتونکی هم په یاده پېښه کې مړه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.