<p style="text-align: justify;">فراه ښار (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۳): د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې ۲۸۸۵ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">د فراه امنیې قوماندانۍ له لوري پژواک خبري اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د بکواه ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۲۸۸۵ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">سرچینه وايي چې په دغو موادو کې اومان، کیماوي مواد او نور نشهيي توکي شامل وو چې د امنیتي ځواکونو له لوري په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم په یاده ولسوالۍ کې سلګونه کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي وو.</p>