ژبه

لوګر کې د ۳۲ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې

پل‌علم (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۳): په لوګر ولایت کې د ۱۹۳ میلیون افغانیو په لګښت د پوهنې ریاست اړوند د ۳۲ رغنیزو پروژو د جوړولو چارې پیل شوې.

د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پروژې په مرکز پل‌علم، بره‌کي‌برک، خوښۍ، محمداغه، څرخ او خروار ولسوالیو کې نن پيل شوې.

عرب زیاته کړه: «په دغو پروژو کې ۱۳ ښوونځیو ته ودانۍ او ۱۹ نورو ښوونځیو ته د اړینو ملحقاتو برابرول او جوړول شامل دي چې چارې به یې په معیاري توګه د پوهنې ریاست تر څار لاندې بشپړې شي.»

هغه زیاته کړه چې د دغو پروژو چارې به په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستې ته به وسپارل شي.

هغه همدارنګه وویل، د یادو پروژو له بشپړیدو سره به د زرګونو زده‌کوونکو د سرپناه او نورې اړوندې ستونزې حل شي.

دغه راز، په مرکز پل‌علم کې یوه ښوونکي صدیق‌الله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د پوهنې وزارت له لوري د ۳۲ ښوونځيو د جوړونې او رغونې چارې پيل شوې.

نوموړي زیاته کړه، اوس‌مهال په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې لسګونه ښوونځي ودانۍ نه لري چې زده‌کوونکي یې په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د یادونې ده چې لوګر کې دا مهال ۲۷۶ دولتي ښوونځي فعاله دي چې له ډلې یې څه باندې ۷۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او سل نور یې بیارغونې ته اړتیا لري.

ورته موضوع