نیلي (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۳): د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ په پای اسکان سیمه کې د هلمند پر سیند په خپل شخصي لګښت معیاري پل جوړوي.
د هغوی په وینا، په یاده سیمه کې د سیند دواړو خواوو ته د نږدې ۲۰ زره خلکو تګ راتګ لپاره یوازې یو لرګین غیرمعیاري پل دی خو هغه هم هر کال څو ځلې نړېږي او خلک یې بېرته جوړوي.
اوس ځایي خلکو پرېکړه کړې چې دغه ستونزه په بنسټیزه توګه حل کړي.
د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ د میرغلام سیمې اوسېدونکي چمنعلي افتخاري پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پل د میرغلام سیمه له اسکان او بیا د ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي.
هغه زیاته کړه، ټاکل شوې چې دغه پل په اساسي توګه د ۱۷ مترو په اوږودوالي او څلور متره په سور جوړ شي.
هغه وویل، د یاد پل جوړېدو لګښت یو میلیون افغاني اټکل شوی او ټاکل شوې دغه لګښت په یاده سیمه کې د هلمند سیند دواړو خواوو ته د کلیو ۱۴ شوراګانو له خوا ورکړل شي.
ورته مهال، د میرامور ولسوالۍ یوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پل د دې ولسوالۍ او د دایکنډی ولایت مرکزونو ته د میرغلام سیمې د نښلېدو یوازېنۍ نقطه ده.
هغه زیاته کړه، کلونه مخکې په دې سیمه کې یو لرګین پل جوړ شوی و خو دا چې د سیمې خلکو د معیاري پل جوړولو وړتیا نه درلوده، تل به یې د پل جوړولو لپاره له لرګیو او کیبلونو ګټه پورته کوله چې څو ځلې نړېدلی دی.
نوموړي څرګنده کړه چې د میرغلام او اسکان سیمو کې د هلمند سیند دواړو خواوو ته د سړک خرابوالي له امله څو موټر سیند ته لوېدلي او مرګژوبله یې هم درلوده.
محمدامین دغهراز وايي، په تېرو کلونو کې په وار وار د یاد پُل او د دې ساحې د سړک جوړولو وړاندیز ورکړل شوی، خو هیڅ پاملرنه نه ده ورته شوې.
بلخوا، د یادې سیمې یوه ځوان نجیبالله شېرزاد وویل چې د روغتیايي مرکز، مناسب پُل او سړک نشتوالي له امله د میرغلام خلک هر کال خپل یو شمېر ناروغان له لاسه ورکوي.
هغه زیاتوي، خلک هغه خوراکي توکي چې له بازاره یې پېري، په ډېره ستونزه او لوړې کرایې سره خپلو کورونو ته لېږدوي.
ورته مهال، د میرامور ولسوالۍ یو شمېر ټولنیز فعالان د یاد پل د جوړېدو لګښت د پوره کولو لپاره د مالي مرستې ټولولو کمپاین هم پیل کړی دی.
رحمتالله یوه ټولنیز فعال چې په ټولنیزو پاڼو کې د یاد کمپاین مدیریت کوي، پژواک ته وویل، د میرغلام لویې سیمې خلک له مطلق محرومیت سره مخ دي او اوسمهال د پل نشتوالی د هغوی یوه له اساسي ستونزوه ده.
هغه زیاته کړه چې اوس یاد پل ویجاړ شوی او دغه حالت حیاتي خدمتونو ته د زرګونو کسانو د نه لاسرسي او ناهیلۍ لامل شوی دی.
نوموړي دغهراز څرګنده کړه، په معیاري ډول د یاد پل پر جوړولو ډېر لګښت راځي او ډېرې کورنۍ ان د خپلو ورځنیو اړتیاوو پوره کولو وس نه لري، له همدې امله د مرستهکوونکو کسانو همکارۍ ته جدي اړتیا لري.
هڅه مو وکړه په دې برخه کې د اړوندو مسوولینو نظر هم ولرو، خو په اخیستو یې ونه توانېدو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن