اسعداباد (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۴): د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د یوه ځوان د وژلو په تور څلور کسان نیول شوي دي.
د کونړ د امنیې قوماندانۍ له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالي کې ناپېژانده وسلهوالو یو ځوان وژلی و.
خبرپاڼه کاږي چې د یاد ځوان د قتل په تور څلور کسان نیول شوي او اوس تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.
تر اوسه د وژل شوي ځوان د قتل انګېزه نه ده روښانه شوې.
د یادونې ده، دوه ورځې مخکې هم د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د یوې شخړې پر مهال دوه ځوانان په ډزو وژل شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP