کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۴): د ایران او امریکايي استازو ترمنځ «د تهران اټومي پروګرام» په اړه د خبرو اترو دویم پړاو به تر دوو راتلونکو ورځو د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شي.
د صدا او سیما اژانس راپور ورکړی چې د ایران او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو د راتلونکې اونۍ شنبه ورځ د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره کېږي او د لومړي پړاو په څېر به د دې پړاو کوربه هم د عمان د بهرنیو چارو وزارت وي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې اعلان شوی و چې د عمان پلازمېنه مسقط به د خبرو اترو د دویم پړاو کوربه وي.
ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو د وزیر نړۍوال او حقوقي مرستیال کاظم غریب ابادي د دې په بیانولو سره چې د امریکا او ایران د غیرمستقیمو خبرو اترو دویم پړاو ځای تر دې دمه د ایټالیا په «روم» ښار کې دی، ویلي: «خبرې اترې چې په هر ښار کې وي، عمان هېواد منځګړی دی.»
د یادونې ده، د ایران او امریکایي استازو ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو پنځه ورځې مخکې (د وري ۲۳مه) د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي په منځګړيتوب ترسره شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP